د شرارت ځاله او د شیطان استازي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                    

روستیو څو میاشتو کې چې افغانستان له هندوستان او څو مهمو اروپايي هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل او په دوهم بن کنفرانس کې د ۲۰۱۴ کال روسته افغانستان سره د نړیوالو د مرستو ژمنې وشوې ، دغو بریاوو او لاسته راوړنو پاکستان چې سیمه او نړۍ کې د ګوښه توب په ګړنګ ور راهي دی نورهم د افغانستان په وړاندې راوپاراوه او د ابلیس ځالې اسلام اباد څخه د شیطان استازي یو بل پسې د لمسون او شرارت په موخه د نړۍ څو لورو ته وښوریدل !

په دې لړ کې څو ورځې مخکې کابل د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کوربه و . پاکستاني لوري رسنیو کې د نوموړې دا راتګ د ښه نیت سفر وځلاوه او داسې وویل شول چې پاکستان به د تېر په خلاف دا ځل د افغان دولت او طالبانو تر منځ په جوړجاړي کې ریښتیني ګامونه واخلي او د روغې جوړې هغه لار به دوی ته هم د منلو وړ وي چې مشري يي د افغان دولت پر غاړه وي . داسې تګلار که څه هم په ښکاره ټولو ته خورا ښه ځلیږي خو د هغه زهرو چاکلیټ ته ورته پاتیږي چې منځ يي زهر او یوازې پوښ يي د خوږې وي .

په خبرو کې د افغان دولت له مشرتوبه ملاتړ چې د افغان دولت طبیعي حق دی ، پاکستان ددې لپاره کوي چې افغان دولت د لویدیځ او امریکا سره د مقابلې لپاره چمتو کړي او یو پر بل يي بې باوره کړي او افغانستان له نړۍ څخه ګوښه کړي او خپلې لکۍ پسې يي تړلی وساتي . 

بلخوا افغانستان کې د روغې جوړې بهیر او په تېره بیا طالبانو سره په اړیکو کې حالات د پنجاب له کنتروله ونه وځي . حنا رباني د پاکستان دا نیت په خپلو خبرو کې نه پټوي او ښکاره وايی « د سولې پروسه باید د امریکایانو یا نورو بهرنیانو له لوري رهبري نه شي. »

دلته حنا رباني ناویلې بیانوي چې که په خبرو کې د مشرتوب واک مستقیمآ پاکستان ته نه رسیږي ، نو بیا به ښه دا وي چې ظاهره کې دا خبرې د افغان حکومت په مشرتوب مخې ته یووړل شي خو پنجاب به يي شا ته ناست وي او د خبرو د کنترول ریموټ به يی پخپل لاس کې وي .

حنا رباني د افغان دولت سره د خبرو تر څنګ د شمالټلوالې د څو کرغېړنو څېرو لکه قانوني ، محقق او احمد ولي مسعود سره هم په جلا جلا توګه کتلي دي . دا چې دواړو لورو به په څه شي خبرې کړي وي چا ته پته نه لګیږي ، خو یو حقیقت څرګند دی چې دواړه لوري افغانستان ته د سولې په راتلو او د مرکزي دولت په پیاوړتیا کې خپلې ګټې نه ویني او په دې موخه کې سره شریک دي !

بل پلو د پاکستان لومړي وزیر رضا ګیلاني هم په بډو ګوتې ووهلې او په یوه ټوپ يي ځان د قطر مرکز دوحۍ ته ورساوه ، ترڅوهلته له نږدې وګوري چې طالبان او امریکایان خوبه د پاکستان له خبرتیا پرته کوم جوړجاړي ته نه وي رسیدلي ؟

که څه هم ویل کېده چې امریکایانو په قطر کې طالبانو سره د خبرو په اړه پرله پسې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکاوه ، خو بیا هم اسلام اباد طاقت ونه کړ او خپل لومړی وزیر يي د حالاتو څخه د مخامخ خبرتیا په موخه هلته واستاوه ، ترڅو په خبرو کې د افغانستان پر ځای ځان وټومبي .

د پاکستان دا ټینګار چې طالبانو سره دې خبرې په سعودي عربستان کې وشي هم د شیطانت او شرارت څخه ډکې دي .

د حیران تیا وړ دا ده ، خبرې د افغان دولت او افغانانو تر منځ دی او یا خبرې د امریکایانو او افغانانو تر منځ دی ، خو په دواړو صورتونو کې پاکستان ځانته حق ورکوي چې ګډون ولري ، امرونهی وکړي ، افغان دولت ته وايی چې خبرې به ستا په مشرۍ وي، امریکایاتو ته وايي چې تاسو د پاکستانیانو له خبرتیا پرته ولې طالبانو سره خبرې کوۍ ، قطر ته شاباسي ورکوي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو کوربه توب کوي !

دا چې پاکستان ولې داسې خاني او ملکي پر افغانانو کوي ، ایا دا موږ خپله یو شمیر افغانان نه یوو چې پنجاب مو پر ځان واکمن کړی او هغه ته مو دا فرصت ورکړې ؟ ایا دا طالبان ، حقاني او ګل بدین نه دی چې د دوی په ساتنه پاکستان دومره لوی باج له افغانانو اخلي او هومره لوی سپکاوی افغانانو ته کوي ؟ ایا دا قانوني ، مسعودخېل ، محقق او نور ډاکوان نه دی چې د پټو دروازو ترشا په خبرو او پس پسکو ، ویاړلی افغانستان او افغانان د غلام پنجاب په پښو کې پریباسي !

اوس ټولو افغانانو ته ښکاره ده چې پنجاب لاپې او باټې د همدغو لاس تړلو غلامانو په مټ وهي !   

ایا ددغه کسانو او غلامانو په شتون، د پنجاب دغه شان نخرې ټولو افغانانو ته د شرم وړ نه دي ؟!

تر ټولو بده دا چې د شیطان په ځاله کې ناست ، د ډبې پندوسکې لوبغاړی عمران خان هم  د افغانانو د برخلیک په اړه خبرې کوي . نوموړی د د بریتانیا سکای تلویزیون سره په مرکه کې وايي « زما وېره دا ده چې تر هغه وخته به زیاتې وینې وبهېږي چې له افغانستانه د شوروي اتحاد د پوځیانو له وتلو وروسته په کورنۍ جګړه کې توی شوې وې.»

نوموړي له مور څخه د میرې مور د مهربانۍ په رول کې ، د افغان وسلوالو ځواکونو په منځ کې د بېلتون او درځ اچولو په موخه زیاتوي « د افغانستان اوسنۍ اردو چې له شمالټلوالې سره تړلې، په ښو وسلو سمبال ده. پښتانه او طالبان چې اکثریت دي، ښې وسلې نه لري.»

که څه هم عمران خان په دې خبره ښه پوهیږي چې افغان اردو ، افغانستان شموله او ملي اردو ده او په کوم ځانګړي قوم پورې اړه نه لري ، خو غواړي چې که په داسې خبرو چیری ساده افغانان تېرباسي بیا به يي هم د شیطان او ابلیس خپل رول په ښه توګه لوبولی وي .

عمران خان دا ځل د پرویز مشرف او نورو جنرالانو پرځای افغانستان کې د پښتنو د اکثریت په ملاتړ بویه کوکارې وهي او غواړي دا اکثریت په دې پلمه د خپلو نورو افغاني وروڼو سره چې ګنا يي د پاکستان په نیت اقلیت دي وجنګوي او په دې وسیله د ورور وژنې جګړه په افغانستان کې جاري وساتي . پښتانه چې د پاکستان له ادعا پرته هم افغانستان کې اکثریت دی ، اکثریت بیا د پنجاب پشان غلام ته حق نه ورکوي او اړتیا هم نه لري ځکه اکثریت دی چې په کور دننه خپلو وروڼو قومونو سره د کوچنیو توپیرونو پر سر د بل په لمسون جګړه وکړي . 

بل پلو ویل کیږي ، نن به د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني د مسکو په لور وخوځيږي. سرچينه وايي، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف په بلنه نوموړې، روسيه ته بلل شوې ده.

« د رېپوټونو له مخې، حنا رباني به لومړی له ﻻوروف سره ګوري او وروسته به د روسيې د پارلمان دوما له ځينو غړو سره هم ليدنه ولري.

که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د دې سفر موخه دوه اړخيزه همکارۍ او له مخدره توکو سره مبارزه بللې خو د سيمې د چارو کارپوهان په دې اند دي، چې هر وخت په افغانستان کې د سولې خبرې پيليږي، د پاکستان لخوا هم ديپلوماتيک فعاليتونه ورسره زياتيږي. »

پاکستان چې د واک د مثلث درې ګونې ستنې يي اوس هم د پخوا پشان د پوځیانو ، ای ایس ای او د توندلارو مذهبي ډلو څخه جوړې دي ، د سیمي د سیاستونو په تړاو لومړۍ او غوڅه خبره د همدوی په ژبه بیانیږي . ملکي حکومتونه چې دې هیواد کې د پوځیانو د کودتاګانو اومارشالاګانو په منځ کې کله ناکله سر راپورته کوي او واک ته رسیږي په حقیقت کې د پوځیانو د تفریح او دمې لپاره وي .

د پاکستان پوځیان پوهیږي که د پوځي مارشالاوو په منځ کې داسې تش په نوم ملکې حکومتونه چې د پوځیانو واکمنۍ ته زیان ونه رسوي او موخه يي یوازې د خلکو تېرایستنه وي رامنځته نه شي ، پاکستانی ولس د پوځي دوامداره حکومتونو څخه ستړی کیږي او په پای کې د پوځیانو واک ته ستونزه او ګواښ پېښولای شي .

بلخوا پاکستاني پوځیان او ای ایس ای د سیمي او نړۍ له حالاتو سره هم ځان سمبالوي او لکه ماران پوټکی بدلوي خو د افغانستان او هند په وړاندې يي په ستراتیژیکو زهرو او نیښونو کې کوم بدلون نه پېښېږي !

همداراګه ګاونديانو سره په تړاو ، سیمه یزو سیاستونو کې د پاکستان ملکي حکومتونه لومړی د خپلواکو خبرو حق نه لري او که وغواړي څه ووايي هغه به هم د پوځیانو له ذهنو راوتې طرحې او تګلارې وي چې د اوږده مهال لپاره لا له پخوانه تنظیم شوي دي .

د شیطانت او شرارت له مرکزه یوازې د شرارت استازي استول کیږي او له داسې ځالې یوازې د شرارت خبرې خپریږي !

اخځونه :

ــ روهي بریښناپاڼه

ــ BBC بریښناپاڼه

د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ ۷ مه

 


February 8th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی